افغانستان کښې د خوراک او دوايانو کمې ، معيد يوسف

افغانستان کښي د خوراک او دوايانو کمې له وجې صورتحال سنګين دې،د قامې سلامتيا مشير معيد يوسف وائي چي پاکستان افغانستان ته امداد رسولو لپاره د يو پل کردار ادا کولې شې،پاکستان تيار دې چې عالمې امداد د زمکنۍ لارې او فضائي آپريشن په ذريعه افغانستان ته ليږلو کښې پورا پورا مرسته اوکړې

د قامې سلامتيا مشير معيد يوسف سي اين اين سره مرکه کښې وئيلي دي چي دامهال افغانستان کښې د خوراک او دوايانو سخت کمي ده ،افغانستان کښې حالات دومره خراب دې چي مائيندې خپل بچي خرڅولو باندې مجبوره شوې دي معيد يوسف وينا وه چې پاکستان افغانستان ته امداد رسولو لړ کښې د پل کردار ادا کولو ته تيار دې،نړۍ افغانستان ته امداد رسولو لپاره د پاکستان خاوره استعمالولې شي د قامې سلامتيا مشير وينا وه چې پاکستان محدود وسائل باوجود افغانستان لپاره د امدادي پيکج اعلان کړې دې،د نړۍ ټولو ملکونو له د پينځه ديرش ملين افغانانو سوچ پکار د ې هغه زياته کړه چې افغانستان ته انساني امداد ورکول د سياست ښکار کول نه دي پکار،نړيوال تنظيمونه دې هيلت ورکرز سره مرسته اوکړې هغوې له دې تنخواګانې ورکړي