افغانستان کښې د طالبانو حملې کښې اوولس اهلکار پحق رسيدلى

0
69
افغانستان کښې د طالبانو حملې کښې اوولس اهلکار پحق رسيدلى

د افغانستان په مختلفو صوبو کښې ملټرى چيک پوسټ باندې د طالبانو حملې او د نيټو فضائى کاروائۍ کښې په غلطې پوليس په نښه کولو په نتيجه کښې يوې زنانه پشمول اوولس اهلکار پحق رسيدلى او ګنړ شمير ژوبل شويدى
د افغانستان مغربى صوبې فراه ګورنر د ترجمان محمد ناصر مهرى وينا ده چې بالا بلوک علاقه کښې طالبانو ملټرى چيک پوسټ باندې حمله کړى چې په نتيجه کښې ئې څلور اهلکار پحق رسيدلى او شپږ زخمى شويدى
د هغه وينا ده چې د افغان فورسز لخوا فضائى کاروائى کښې د طالبانو نورلس جنګيالى مړه او ديرش زخمى شويدى
بلخوا د افغانستان مشرقى صوبې کونسل ممبر حسيب الله استنکزئى وئيلى چې د صوبه لوګر علاقه پلى عالم سره نزدې ډزو انښته کښې څلور زنانه پحق رسيدلى او څلور ماشومان ژوبل شويدى
بلخوا نيټو فضائى کاروائۍ دوران په غلطۍ پوليس اهلکار په نښه کړې شوى چې په نتيجه کښې ئې نهه اهلکار مړه او څوارلس ژوبل شويدى
د دغه فضائى کاروائۍ اغاز نيټو او افغان حکومت په مشترکه د شرخوښو په ضدکړې وو