افغانستان کښې د مائن يوولس چاودنو کښې شپيته ملکي وګړي ژوبل شوي

افغانستان کښې د مائن يوولس چاودنو کښې شپيته ملکي وګړي ژوبل شوي

د افغانستان ننګرهار او لغمان ولايتونو کښې د مائن يوولس چاودنې شوي چې په نتيجه کښې شپيته ملکي وګړي ژوبل شويدي
د افغانستان خبري ادارو ترمخه د خپلواکۍ ورځې جشن نمانځلو په مناسبت په ننګرهار او لغمان ولايتونو کښې د مائن يوؤلس چاودنې شويدي
د ننګرهار ولايت په جلال آباد ښار کښې نهه او په خوګيانو اولسوالۍ کښې يوه بمي چاودنه شويده
د ننګرهار صحت محکمې مشر ډاکټر ظاهر عادل خبري ادارو ته وئيلي دي چې دې چاودنو لوجې څلور پنځوس کسان ژوبل شويدي چې پکښې څليريشت ماشومان هم شامل دي
دغه رنګ د لغمان ولايت په مهترلام ښار کښې هم د مائن چاودني شوي چې په نتيجه کښې شپږ کسان ژوبل شويدي