افغانستان کښې د ناټو په ځواکونو بريد، درې بهر ملکي فوجيان مړۀ

0
34
افغانستان کښې د ناټو په ځواکونو بريد، درې بهر ملکي فوجيان مړۀ | Khyber News

د افغانستان په پروان ولايت کښې د ناټو ځواکونو په قافله ځان مرګى بريد شوېدے ، په دغه بريد کښې درې بهر ملکى پوځيان مړه او د افغان پوځيانو پشمول درې عسکرى ژوبل شوى دى

غير ملکى ميډيا مطابق د ناټو ځواکونو په يوه قافله پروان ولايت په چاريکار سيمه کښې ځان مرګى بريد ترسره شوېدے
د پروان ولايت د ګورنر وياند واحده شاکر مطابق د ناټو ځواکونو په قافله هغه مهال خودکش وشو چې څه وخت قاقله په ګشت روانه وه
په دې حمله کښې د ناټو پوځ درې اهلکار مړه شوى دى خو ناټو ځواکونو يا افغان چارواکو د وژلے شوى اهلکارو شهريت نه دې په ډاګه کړے
په حمله کښې يو امريکنے او دوه عسکر ژوبل شوى هم دى