افغانستان کښې د وسله والو بريدونو کښې يويشت امنيتي اهلکار پحق رسيدلي

0
155

د افغانستان درې مختلفو ولايتونو کښې د وسله والو بريدونو کښې يويشت امنيتي اهلکار پحق رسيدلي او دري ويشت نور ژوبل شويدي
د افغانستان بدغيس ولايت ګورنر ويادند جمشيد شهابي خبري ادارو ته اووئيل چې د صوبې شمالي سيمه کښې د وسله والو حمله کښې شپږ امنيتي اهلکار پحق رسيدلي اولس نور کسان ژوبل شويدي
د تخار ولايت ګورنر ترجمان جواد حجري خبري ادارو ته اووئيل چې خواجه ګهر اولسوالۍ کښې وسله والو پوليسو چيک پوسټ باندې بريد کړې چې پکښې اوه پوليس اهلکار پحق رسيدلي او درې ژوبل شويدي
دغه رنګ بغلان ولايت کښې هم وسله والو په امنيتي اهلکارو بريد کړې چې پکښې اوه پوليس اهلکار پحق رسيدلي دي
بلخوا د افغانستان پکتيکا،اروزګان اوننګر هار ولايتونو کښې افغان سيکيورټي فورسز کاروايانې کړي چې پکښې څوارلس وسله وال وژلې شويدي