افغانستان کښې د کرونا نه د متاثره کسانو شميره لسو ته رسيدلي ده

افغانستان کښې د کرونا نه د متاثره کسانو شميره لسو ته رسيدلي ده

افغانستان کښې د کرونا نه د متاثره کسانو شميره لسو ته رسيدلي ده ،د کرونا خطرې لوجې د جشن نوروز ټول تقريبات ځنډولي شويدي،دغه رنګ د لوبو په هر رنګ ټورنمنټونو هم پابندي لګولي شويده
د افغانستان د صحت محکمې لخوا جاري شوي بيان کښې وئيلي شويدي چې بلخ،کاپيسا او سمنګان ولايتونو کښې درې کسانو کښې د کرونا د وائرس تصديق شوېدے چې ورسره دې رنځ لوجې د متاثره شوي کسانو شميره لسو ته رسيدلي ده
د صحت وزارت ترجمان ډاکټر وحيدالله بيان ترمخه مختلف ولايتونو سره تعلق لرونکي يوسل يو اتيا شکمن کسانو ټيسټونه شوي وو چې پکښې لسو کسانو کښې د کرونا د رنځ تصديق شوېدي
افغانستان کښې کرونا رنځ خوريدو مخ نيوي لپاره د جشن نوروز تقريبات ځنډولي شويدي
د افغان اولسمشر صلاح کار وحيد عمر په ټوئټر ورکړي شوي بيان کښې وئيلي دي چې حکومت په رسمي توګه څښکال د نوروز جشن نه نمانځلو فيصله کړيده
هغه په افغان اولس غږ کړې چې د نوروز جشن دې خپل کورونو دننه ونمانځي او په تقريباتو کښې دې د ګډون نه ډډه وکړي