افغانستان کښې سيکورټى فورسز او طالبانو ترمينځه نښتې

افغانستان کښې د سيکيورټي فورسز او طالبانو ترمينځ نښتې دوام لري،طالبانو تخار،لوګر،بلخ او سمنګان ولايتونو کښې د اته ضلعو کنټرول ترلاسه کولو دعوي کړيده بلخوا داخله وزارت وئيلي دي چې د هيواد هيڅ يوه برخه به سقوط کيدو ته پرينږدو او طالبانو چې کومو ضلعو باندې د قبضو دعوي کړېده د هغې بيرته نيولو په پلان کار روان دے

د طالبانو ترجمان ذبيح الله مجاهد لخوا جاري شوي بيان کښې وئيلي شويدي چې طالبانو مختلفو علاقو کښې خپل پيش قدمي جاري ساتلي ده او د تخار ولايت پنځه نورې ضلعو باندې هم جنګيالو قبضه کړيده د هغه وينا وه چې ينګي قلعه،هزار سموچ،نمک آب او چال اولسواليو نه افغان سيکيورټي فورسز تښتيدلي دي او د دې ضلعو په اهمو سرکاري ودانو د طالبانو قبضه ده دغه رنګ طالبانو لوګر،بلخ او سمنګان ولايتونو کښې هم په يوه يوه ضلع د قبضو دعوي کړيده بلخوا افغان داخله وزارت ترجمان طارق ارين خبري ادارو ته وئيلي دي چې حکومت نوي جنګي حکمت عملي خپله کړيده او طالبانو چې په کومو ضلعو د قبضي دعوي کړيده هغه بيرته واپس اخستو په پلان کار روان دے