افغانستان کښې مائن چاودنه کښې اته جنګيالى وژلى شوى

0
47
د افغانستان بدخشا ولايت کښې په وسله والو خپل مائن چاوديدو پيښه کښې اته جنګيالى وژلى شوى بلخوا بلخ ولايت کښې د امن لښکر دوه وسله والو ډلو ترمينځه نښته کښې نهـ کسان مړه شوى دى
افغان خبرى ايجنسو د سيکيورټى فورسز چارواکو په حواله وئيلى چې د بدخشا ولايت په راغستان اولسوالۍ کښې په طالبانو خپل مائن چاوديدلے دے چې په نتيجه کښې اته جنګيالى مړه او نهـ نور ژوبل شوى دى 
چارواکو وينا ترمخه جنګيالو والک سيمه کښې مائنونه خښخولو کوشش کولو چې يو مائن په دوى چاوديدلے دے او دا چې وژلى شوؤ کښې مهم طالب کمانډر نجيب خان هم شامل دے
بلخوا د کندهار ملى اُردو وياند محمدمحسن له طرفه جارى شوى يو بيان کښې وئيلى شوى دى چې شاه ولى کوټ اولسوالۍ کښې د سيکيورټى فورسز کاروائۍ دوران يويشت طالبان وژلى شوى دى ولې عملياتو په وخت امنيتى اهلکارو ته اوړيدلے مرګ ژوبلې په اړه ئې څه نه دى وئيلے
د يوې بلې اطلاع ترمخه بلخ ولايت کښې ځائى امن لښکر دوه وسله والو ډلو ترمينځه نښته شوے چې پکښې دواړو اړخونو ته مرګ ژوبله اوړيدلے ده
د بلخ پوليسو مشر عبدالرزاق وينا ترمخه دا نښته باختري سيمه کښې شوے چې پکښې نهـ کسان مړه او دوه ژوبل شوى دى