افغانستان کښې پنځه نورو کسانو کښې د کرونا وائرس تصديق شوېدے

افغانستان کښې پنځه نورو کسانو کښې د کرونا وائرس تصديق شوېدے

افغانستان کښې پنځه نورو کسانو کښې د کرونا وائرس تصديق شوېدے چې ورسره د دې بيمارۍ نه د متاثره شوي کسانو شميره شپاړس ته رسيدلي ده،د کرونا وائرس د خطرو لوجې حکومت ټولې تعليمي ادارې د نولسم اپريل پورې بند کړيدي
د افغانستان صحت وزارت ترجمان ډاکټروحيدالله لخوا جاري شوي بيان کښې وئيلي شويدي چې پنځه نورو کسانو کښې د کرونا د وائرس تصديق شوېدے
بيان ترمخه دې کنډي ولايت کښې څلور او هرات ولايت کښې د کرونا يو کيس رامخې ته شوې چې ورسره د دې رنځ ښکار مريضانو شميره شپاړس ته رسيدلي ده
په سرکاري سطح د نوروز جشن نمانځلو باندې بنديز لګولو وروستو افغان دولت د ملک ټولو سکولونو او يونيورسټو کښې د چهټيانو اعلان کړېدے
د اولسمشر صلاح کار وحيدعمر خبري ادارو ته وئيلي دې چې د صحت محکمې په مطالبه د افغانستان ټولې تعليمي ادارې به د نولسم اپريل پورې بندې وي