افغانستان کښې کورونا لوجې تير څليريشت ګهنټو کښې پنځه اتيا کسان پحق رسيدلى

افغانستان کښې کورونا دريم لهر د قابو نه بهر شوي او تير څليريشت ګهنټو کښې پنځه اتيا کسان دې وبا لوجې مړه شويدي کوم چې يو ورځ دوران افغانستان کښې د مرګونو د ټولو زيات شرح ده بلخوا کورونا وبا کښې سيوا والي لوجې پاکستان کابل کښې قونصليټ سيکشن په عارضي توګه بند کړيدے،پاکستاني سفارتخانے ترمخه دغه سيکشن به اوولسم جون پورې بند وي ولې افغانانو ته آن لائن ويزے ورکولو عمل به جاري وي

د افغانستان صحت وزارت قائم مقام وزير وحيد مجروع کابل کښې پريس کانفرنس ته وينا په وخت وئيلي دي چې تير شوا روز دوران د هيواد مختلفو برخو کښې پنځه اتيا کسان د کورونا لوجې مړه شويدي چې ورسره د مړه شوي کسانو شميره د لس زرو نه سيوا شويده دغه رنګ د څليريشت ګهنټو دوران افغانستان کښې پنځلس سوه اووه نوي د کورونا نوي کيسونه رامخې ته شويدي او د ايکټيو کيسونو شميره پنځويشت زرو نه سيوا شويده کورونا لوجې د متاثره کسانو شميره کښې اضافے وروستو کابل کښې د پاکستان سفارتخانے د ويزې جاري کولو سيکشن په عارضي توګه بند کړېدے کابل کښې پاکستاني سفارتخانے لخوا جاري شوي بيان کښې وئيلي شويدي چې کورونا کيسونو کښې اضافے لوجې کابل کښې د قونصليټ سيکشن به د نن نه تر اوولسم جون پورې بند وي ولې افغانانو ته آن لائن ويزے جاري کولو عمل به دوام لري بيان کښې زياته کړي شويده چې په اوولسم جون به د کورونا صورتحال جائزه اخستو وروستو د قونصليټ سيکشن بيا کهلاؤلو يا نور بند ساتلو فيصله کولے شي