افغانستان کښې کورونا کيسونو او مرګونو کښې اضافه شوې ده

افغانستان کښې کورونا کيسونو او مرګونو کښې اضافه شوې ده،تيره ورځ يوڅلويښت کورونا مريضان پحق رسيدلې دې کوم چې يو ورځ کښې د ټولو نه سيوا شميره ده،افغانستان کښې دولس سوه يوشپيته نوے کيسونه هم رپورټ شوې دې

افغانستان کښې د کورونا حملو کښې تيزې راغلې ده، تيره ورځ يو څلويښت مرګونه رپورټ شوې دې چې ورسره د مړو مجموعې شميره درې زره،يوسل،پينځه څلويښت ته رسيدلې ده،دولس سوه يوشپيته کسانو کښې د کورونا تصديق شوې دے،افغانستان کښې تر دے دمه نهه اوويا زره نه زيات کسان کورونا نه متاثره شوې دې چې په کښې اته پنځوس زره نه زيات روغ شوې دې،دا مهال افغانستان کښې د ايکيټيو کيسونو شميره اولس زره نه سيوا ده،افغان ميډيا مطابق کابل پشمول نورو ولايتونو کښې د آکسيجن،سلينډرو او نورو آلاتو کمې ده،د افغانستان د پبلک هيلت قائم مقام وزير ډاکټر واحد مجروح خبريالانو ته وئيلې دې چې مونږ خطرناک فيز ته داخل شوے يو،د آکسيجن کمے هم لوئے چيلنج دے،افغان اولس دے په احتياطې تدابير باندې سختۍ سره عملدرآمد اوکړې