افغان امنيتى اهلکارو د پنځلس طالبانو وژنى دعوى کړې

0
30
افغان امنيتى اهلکارو هلمند ولايت کښې آپريشن دوران د پنځلس طالبانو وژنى دعوى کړېده بلخوا په ننګرهار ډرون حملو کښې نهـ ويشت جنګيالى وژلى شوى دى
افغان ملى اُردو کمانډر ميجرجنرل محمد معين خبرى ايجنسو ته وئيلى دى چې امنيتى اهلکارو د هلمندولايت نادعلى اولسوالۍ کښې د طالبانو خلاف کاروائى کړے چې پکښې پنځلس وسله وال مړه او لس ژوبل شوى دى
جنرل معين وائى چې دا کاروائى سربند سيمه کښې  هغه مهال اوشوه کله چې جنګيالو د پوليسو په چيک پوسټ حمله اوکړه ولې عملياتو دوران سيکيورټى فورسز ته اوړيدلے مرګ ژوبلې په اړه ئې څه نه دى وئيلے
دې نه علاوه د کاپيسا ولايت په تګاب اولسوالۍ کښې هم سيکيورټى فورسز او طالبانو ترمينځه نښته شوے چې پکښې پنځه جنګيالى وژلى شوى دى
بلخوا د ننګرهارولايت پوليسو مشرحضرت حسين له طرفه جارى شوى بيان کښې وئيلى شوى چې هسکه مينه اولسوالۍ باندې امريکنى بې پائيلټه الوتکو حملے کړى چې پکښې اتلس داعش  جنګيالى وژلى شوى دى
د هغه وينا وه چې دوئمه حمله چپرهار اولسوالۍ په اډياخيلو سيمه شوے چې په نتيجه کښې لس طالبان وژلى شوى دى او زياته ئې کړه چې په اچين اولسوالۍ شوے حمله کښې د داعش ډلې مشر حافظ سعيد نائب عبدالله وژلى شوېدے