افغان امنيتي اهلکارو فرياب ولايت کښې د طالبانو جيل نه يو پنځوس کسان بازياب کړي

0
45
افغان امنيتي اهلکارو فرياب ولايت کښې د طالبانو جيل نه يو پنځوس کسان بازياب کړي

افغان امنيتي اهلکارو فرياب ولايت کښې د طالبانو جيل مات کړي او دغلته قيد يو پنځوس کسان ئې بازياب کړي دي،د سيکيورټي فورسز کارروائۍ دوران درې جنګيالي هم وژلي شويدي
د افغانستان وزارت دفاع لخوا جاري شوي بيان ترمخه سيکيورټي اهلکارو قيصار اولسوالۍ کښې د طالبانو په يو نجي جيل چهاپه وهلي ده
بيان کښې وئيلي شوي چې د کارروائۍ دوران دغه جيل کښې بند يو پنځوس کسان چې پکښې سيکيورټي اهلکار هم شامل وو په حفاظت سره بازياب کړي شويدي
بيان کښې زياته کړي شوېده چې د امنيتي اهلکارو کارروائۍ کښې درې طالبان هم وژلي شويدي