افغان امن عمل ممکن جوړولو لپاره پاکستان ښه کردار ادا کړې،عمر داؤد زئي

افغان امن عمل ممکن جوړولو لپاره پاکستان ښه کردار ادا کړې،عمر داؤد زئي

د پاکستان لپاره د افغانستان نمائنده خصوصي عمر داؤد زئي وائي چې افغان امن عمل ممکن جوړولو لپاره پاکستان ښه کردار ادا کړې،عمر داؤد زئي مطابق که دوانړو ملکونو ترمينځ غلط فهمۍ ختمې شوې نو بيا څوک هم د پاکستان او افغانستان په مينځ کښې تعلقات خرابيدو کوشش نشي کولې.دا خبرې د پاکستان لپاره د افغانستان نمائنده خصوصي عمرداؤد زئي د خيبرنيوز پروګرام کراس ټاک کښې وقاص شاه سره د خبرو اترو پرمهال کړيدي.د عمر داؤد زئي وينا وه افغانستان کښې امن عمل ممکن جوړولو لپاره پاکستان ډير مثبت کردار ادا کړيدے،د ډاکټر عبدالله عبدالله تراوسه پورې شوي ملاقاتونه مثبت ثابت شوي.عمر داؤد زئي اووئيل چې مشير تجارت عبدالرزاق داؤد به ډير زر د افغانستان دوره کوي چې ورسره به دوانړو ملکونو ترمينځ تجارت کښې نورې آسانۍ هم پيدا شي.عمر داؤد زئي مخکښې وئيلي دي چې وړومبې به تجارتي سامان د کراچۍ نه افغان سرحد ته څليريشت ورځو کښې رارسيدو ولې اوس دغه سامان صرف په پنځه ورځو کښې رارسي.عمرداؤد زئې دا هم وئيلي دي که د دوانړو ملکونو ترمينځ غلط فهمۍ ختمې شي نو بيا څوک هم د پاکستان او افغانستان په مينځ کښې تعلقات خرابيدو کوشش نشي کولې.عمر داؤدزئي زياته کړې امکان دې چې ډير زر به حکومت پاکستان د افغان وګړو لپاره ملټي پل ويزې اجرا اوکړي، دغه رنګ حکومت پاکستان دا هم اراده لري چې د مريضانو لپاره په پوله د ويزې اجرا ممکن کړي
د بين الافغاني مذاکراتو حوالې سره د عمر داؤد زئي وينا وه چې تراوسه پورې په سيز فائر نه دي متفقي شوي ولې هيله ده چې ډېر زر به په ډز بندۍ متفق شي اومذاکرات به آسانۍ سره وړاندې لاړ شي