افغان امن عمل يو ګراني مرحله کښي داخل دے: خارجه دفتر

0
29
افغان امن عمل يو ګراني مرحله کښي داخل دے،کوشش روان دے چي مذاکراتي عمل د ځنډ نه راويستلے شي،خارجه دفتر بيان،ترجمان واېي چي ماسکو کښي را ګير پاکستانيانو حوالي سره سفارت خانه او خارجه دفتر کو ششونه کوي
زيارت په ورځ شوي پريس بريفنګ کښے ترجمان نفيس زکريا دا دے خبرے اقرار اوکړو چي افغان مذاکراتي عمل د مشکلاتو سره مخ دے او دا يوے ګراني مر حلے کښے داخل شوے دي
دا خيبر نيوز په پو ښتني په جواب کښي هغه ووئيل چي څلور فريقي رابطه ګروپ کوشش کوي چي ټول متحرب ډلي پشمول د طالبانو مذاکرات طرف ته راولي
ماسکو کښے راګير پاکستانيانحوالے سره دا ترجمان وينا وه چي هلته موجود پاکستاني سفارت خانه مسلسل روسي چارواکو سره طماس نيولے دي 
نفيس زکريا مطابق روسي سيکيورټي  ادارو پاکستان سفارتي عملے له د راګير خلکو سره رابطے اجازت نه ورکوو،او دا معامله به اسلام اباد کښي روسي سفارت خانے سره اچتولي شي
دلته دا خبره اهم دا چي برسلز دهماکو وروستو ماسکو ائير پورټ باندي څلور اتيا پاکستانيان راګير شوي او دے نه علاوه اته څلويښت کسان ډي پورټ کړيے شو هم دي
ترجمان دفتر خارجه دا وزير اعظن نواز شريف د امريکي دورے اعلان هم اوکړو او بيان يي اوکړو چي يو ديرشم مارچ باندې به نواز شريف نيوکلئير سلامتيا غونډي کښے شرکت لپاره امريکې دوره  کوي