افغان اولسمشراشرف غني سره د امريکې نائب خارجه وزيري ايلس ويلز ملاقات کړي

افغان اولسمشراشرف غني سره د امريکې نائب خارجه وزيري ايلس ويلز ملاقات کړي

جنوبي ايشيا لپاره د امريکې نائب خارجه وزيرې ايلس ويلز کابل کښې د افغان اولسمشر اشرف غني او چيف ايګزيکټيو ډاکټر عبدالله عبدالله سره ملاقاتونه کړي او ورسره ئې افغان مفاهمتي عمل او افغانستان سره د امريکې مالي مرستو په معاملو خبري کړيدي
کابل کښې د صدارتي محل لخوا جاري شوي بيان کښې وئيلي شويدي چي د امريکې نائب خارجه وزيري ايلس ويلز د اولسمشر اشرف غني سره ليده کاته کړيدي
بيان ترمخه ملاقات دوران دوه اړخيزه تعلقاتو،افغانستان کښې راتلونکي صدارتي ټاکنو او په نورو اهمو معاملو خبري اتري شويدي
بيان کښې زياته کړي شوېده چې افغانستان سره د امريکې مالي مرستو په معامله هم دواړو مشرانو ترمينځه د خيالاتو بدلون شويدے
ياده دي وي چې افغان اولسمشر د امريکې صدر په نوم خط ليږلي وو چې پکښې افغانستان کښې د امريکې مالي مرستو بيا د سره جائزه اخستو مطالبه شوي وه
اشرف غني سره ملاقات نه مخکښې ايلس ويلز د افغانستان چيف ايګزيکټيو ډاکټر عبدالله عبدالله سره هم ملاقات کړي وو