افغان اولسمشر اشرف غنى به صبا پاکستان ته راځى

0
204

افغان اولسمشر اشرف غني به صبا له پاکستان ته رادرومي، ترجمان دفتر خارجه وائي چې ښاغلے غني به د خپلي دورے په موقع د پاکستان سول او عسکري قيادت سره اهم ملاقاتونه کوي،په دغه موقع به افغان امن عمل حوالے سره مزاکرات کيږي، اشرف غني به د جمعے مونځ د لاهور تاريخي بادشاهي مسجد کښي ادا کوي
د ترجمان دفتر خارجه لخوا جاري کړې شوي بيان کښي وئيلې شويدي چې افغان اولسمشر ډاکټر اشرف غني به صباله د پاکستان په دوه ورځنۍ دوره راځي چرته چې به د هغه تود هرکلې کولې شي او ورسره به د اعلي سطح وفد هم موجود وي
ترجمان دفتر خارجه وائي چې ښاغلي اشرف غني سره به وفد کښي وزرا،بزنس مين،مشيران او سينيئر حکام شامل وي
ترجمان دفترخارجه مخکښې وائي چې اشرف غني به د خپلې دورې په موقع صدر ډاکټر عارف علوي ،وزيراعظم عمران خان او نور حکومتي چارواکو سره ليده کاته کوي
ترجمان زياته کړې چې ملاقاتونو کښې به افغان امن عمل ، مختلف شعبو،دوه اړه خيزه اړيکې،تجارت ، معيشت،امن وامان صورتحال او د تعليم پشمول نور مختلف امورو باندې به خبرې اترې کولې شي