افغان اولسمشر اشرف غني د لارجورد کواريډور پرانسته کړېده

0
937

افغان اولسمشر اشرف غني د لارجورد کواريډور پرانسته کړېده،دې مهم سړک جوړيدو سره به افغانستان د ترکي د لارې يورپي ملکونو سره منسلک شي
افغان اولسمشر هرات ولايت کښې د دې کواريډور پرانسته کړېده
پنځه څلويښت کلوميټره اوږد دې سړک باندې به دويشت اعشاريه پنځه ملين ډالر خرچه راځي
د دې سړک مکمل کيدو سره به افغانستان د ترکمانستان،ازربايجان، کرغستان او د ترکي د لارې يورپي ملکونو سره منسلک شي
د کواريډور پرانستې په موقع اولسمشر وئيلي دي چې د هرات ولايت دا لاره تير شپاړس کالو راهسې د نړي وال ټريفک لپاره بنده وه ولې اوس دولت د اولس دغه ستونزه حل کولو اقدامات شورو کړيدي
هغه زياته کړه چې د لارجورد کواريډور جوړولو مقصد سويلي ايشيا سره د افغانستان رابطې کټ کول نه دي بلکې دا هيواد مينځي ايشيااور يورپ سره هم منسلک کول دي
د دې سړک سره به د افغانستان سوداګر خپل مالونه يورپي منډو ته رسولې شي