افغان اولسمشر اشرف غني سره امريکني استاذي زلمې خليل زاد ملاقات کړې

زلمي خليل زاد دافغان اولسمشر اشرف غني سره په بين الافغاني مذاکراتو خبرې کړي

افغان اولسمشر اشرف غني سره امريکني استاذي زلمې خليل زاد ملاقات کړې او ورسره ئې سولې عمل او افغانستان کښې تاؤ تريخوالې کمولو په معاملو خبرې کړېدي،زلمې خليل زاد بيان ترمخه افغانستان کښې څلور لسيزو راهسې روان بدامنۍ د خاتمے وخت راغلے دے بايدچې ټول افغانان سوله راوستو لپاره يو موټي شي
په ټوئټر ورکړې شوي خپل بيان کښې زلمي خليل زاد وئيلي دي چې د جرمني په ميونخ ښار کښې ئې يو وارې بيا افغان اولسمشر اشرف غني سره ملاقات کړېدے
د هغه وينا وه چې اشرف غني سره ئې افغانستان کښې تاؤ تريخوالې د کمولو او سولې عمل د پرمختګ په معاملو خبرې اترې شويدي
په خپل بيان کښې زلمي خليل زاد په ټولو افغانانو غږ کړې چې سوله راوستو لپاره دې يو موټې شي چې دغه رنګ افغانستان کښې تيرڅلور لسيزو راهسې روانه بدامني ختم شي
بلخوا افغان اولسمشر سره د امريکې ايوان نمائندګان سپيکرې نينسي پلوسي په مشرۍ کښې سنيټرانو هم ملاقات کړېدے او ورسره ئې د ترهه ګرۍ خلاف جنګ او نشي موادو د مخ نيوي لپاره افغانستان سره مرستو په معامله خبرې اترې کړېدي
یاده دې وي چې د امريکې او طالبانو ترمينځه په ممکنه توګه امن لوظنامه هم دې مياشت کښې لاس ليک کيدې شې،دواړو فريقينو ترمينځه سولې معاهدې ترمخه طالبان به د دويشتم فرورۍ نه د اووه ورځو لپاره افغانستان کښې خپل بريدونه بند وي