افغان اولسمشر اشرف غني طالبانو ته اپيل کړې چې د دوحه لوظنامې په ټولوشرائطوعمل درآمد يقيني کړي

طالبان دې په فورى توګه حکومت سره مذاکرات شروع کړى،افغان صدر ترجمان

افغان اولسمشر اشرف غني يو وارې بيا طالبانو ته اپيل کړې چې د تاؤ تريخوالې نه دې لاس په سر شي او دوحه لوظنامې په ټولوشرائطو دې عمل درآمد يقيني کړي،اولسمشر خبردارې ورکړېدے چې جهګړې ته دوام ورکول به د سولې عمل ته لوئې زيان اورسوي
افغان امن په حواله کابل کښې منعقد شوي نړي والې غونډې ته د وينا په وخت افغان اولسمشراشرف غني وئيلي دي چې طالبانو تشدد کښې د خاتمے په حواله خپل لوظونه نه دي پورا کړي او د هغوي بريدونو کښې نور هم سيوا والې راغلي دے
د اشرف غني وينا وه چې افغان حکومت ملک کښې روان جنګ ختمولو لپاره سياسي اراده لري او طالبانو ته مو يوه سياسي حل لاره وړاندې کړيده بايد چې دوي دې د تاؤ تريخوالي نه لاس په سر شي
افغان اولسمشر زياته کړه چې حکومت دوحه لوظنامې مطابق طالبانو سره د قيديانو تبادلۍ عمل شورو کړيدے طالبانو له هم پکار دي چې دوي سره قيدټول افغان سيکيورټي اهلکار دې رها کړي شي،د مستقل جنګ بندۍ اعلان دې وکړي او په فوري توګه دې حکومت سره نيغ په نيغه مذاکرات شورو کړي