افغان اولسمشر دامريکې خارجه وزير سره افغان مفاهمتي عمل باندي خبرې کړې

افغان اولسمشر دامريکې خارجه وزير سره افغان مفاهمتي عمل باندي خبرې کړې

افغان اولسمشر اشرف غني د جرمني مونيخ ښار کښې د امريکې خارجه وزير مائيک پومپيو،وزيردفاع مارک ايسپر او د ناټو جنرل سيکرټري ينس سټولټنبرګ سره ملاقاتونه کړي او ورسره ئې افغان مفاهمتي عمل په معاملو خبرې کړېدي
افغان صدارتي ترجمان صديق صديقي لخوا جاري شوي بيان کښې وئيلي شويدي چې اولسمشرد مونيخ سيکيورټي کانفرنس په سائيډ لائن اهم ملاقاتونه کړېدي
بيان ترمخه اولسمشر اشرف غني وړومبې د امريکې خارجه وزير مارک پومپيو سره ملاقات کړې او ورسره ئې د افغانستان په موجوده صورتحال او طالبانو سره مذاکراتو کښې شوي پرمختګ په معاملو خبرې کړېدي
دې ملاقات کښې د امريکې وزير دفاع مارک ايسپر او زلمې خليل زاد هم موجود وو
دغه رنګ افغان اولسمشر د ناټو جنرل سيکرټري ينس سټولټنبرګ سره هم ليده کاته کړيدي
دې ملاقات په مهال هم د سولې په موضوع او د افغانستان سيکيورټې صورتحال په معاملو د خيالاتو بدلون شوېدے