افغان اولسمشر دوه ورځې دوره باندې هندوستان ته رسيدلے

0
84
طالبانو سره بغير د څه شرائطو مذاکراتو ته تيار يو،افغان اولسمشر

افغان اولسمشر ډاکټر اشرف غني دوه ورځې دوره باندې هندوستان ته رسيدلے چرته چې به هغه بهارتي صدر او وزيراعظم نريندر سره ليدۀ کاته کوي
افغان صدارتي مانړۍ نه جاري شوي بيان کښې وئيلے شوي دي چې اولسمشر سره د خپل اعلى وفد د بهارتي وزيراعظم نريندر مودي په بلنه هندوستان ته تلے
ډاکټر اشرف غني به بهارتي صدر او وزيراعظم پشمول د هيواد نورو اعلى چارواکو سره ملاقاتونه کوي او يوې مهمې دستورې کښې به ګډون هم کوي
د دواړو ملکونو مشرانو ترمېنځه ملاقاتونو کښې په دوه اړخيزه اړيکو په پراښتيا او نورو مهمو چارو باندې خبرې اترې کيږي
افغان اولسمشر سره دورې پرمهال د افغانستان بهرنو چارو وزير صلاح الدين رباني ، د هيواد د امنيت شورى صلاح کار محمد حنيف اتمر ، د ماليې وزير اکليل حکيمي ، اقتصادي وزير عبدالستار مراد ، د ټرانسپورټ وزير محمد الله بتاش ، د اولسمشر صلاح کار نادرنا دري او د اولسمشر وياند محمد هارون هم د هندوستان په دوره دي