افغان اولسمشر د کندوز بمبارۍ له وجے د ملکى وګړو په شهادت د متاثره کورونو نه معافى غوښتې ده

0
95

افغان اولسمشر اشرف غنى د کندوز ولايت په دشت ارچى اولسوالۍ باندى د افغان فضائى پوځ بمبارۍ له وجے د ملکى وګړو په شهادت د متاثره کورونو نه معافى غوښتې ده
افغان صدارتى محل لخوا جارى شوى بيان کښې وئيلى شوى چې اولسمشر اشرف غنى سره د کندوز ولايت سپين روبو،عالمانو او د دشت آرچى اولسوالې کښې په مدرسه شوى بمبارۍ له وجې په حق رسيدلى کسانو لواحقينو ملاقات کړېدے
د جرګې مشرانو د تيرې مياشتې په دوئمه نيټه دشت آرچى اولسوالۍ کښې په دارلعلوم شوى بمبارۍ او دې کښې ملکى وګړو ته اوړيدلے مرګ ژوبلې په حواله اولسمشراشرف غنى ته پورا معلومات ورکړې دى
دوى د دې پيښې ذمه وار کسانو خلاف قانونى کاروائى کولو مطالبه هم کړېده
په دې موقع خپله وينا کښې افغان اولسمشراشرف غنى ووئيل چې دولت او په خصوصى توګه دفاع وزارت دې پيښه کښې د ملکى وګړو په شهادت د متاثره کورنو نه معافى غواړى
افغان اولسمشر ووئيل چې دولت د هيواد امن بحالۍ او طالبانو سره صلح راتلو په عزم ټينګ ولاړ دې او په عالمانو ئې زور راوړې چې امن بحالۍ لپاره دې د حکومت همکارى وکړى