افغان اولسمشر يو وارې بيا په طالبانو د وسلې کيښودو غږ کړېدے

افغان اولسمشر اشرف غنى د امريکې دوره ځنډولې

افغان اولسمشر اشرف غني وئيلي دي چې د افغانستان د خپلواکۍ او د دې خاورې دښمن قوتونه نه غواړي چې دلته امن او استحکام راشي ولي د نړۍ هيڅ يو قوت هم افغانستان نه شي محکوم کولي،افغان اولسمشر يو وارې بيا په طالبانو د وسلې کيښودو غږ کړېدے
کابل کښې د خپلواکۍ سلمې کليزې په مناسبت شوي دستورې ته وينا په مهال اولسمشر اشرف غني کابل کښې د واده په دستوره بمي چاودنه د ترهه ګرو وحشيانه عمل ګرځولي او وئيلي ئي دي چې افغان دولت به د دې بدل اخلي او پيښه کښې ککړ کسان به نشان عبرت جوړولي شي
د هغه وينا وه چې حکومت د هيواد د خپلواکۍ ورځې کليزه په قامي جوش او جذبې سره نمانځلو فيصله کړي وه ولې د کابل ترهه ګرۍ حملے نه ثابتيږي چې د دې خاورې دښمنان نه غواړي چې افغان اولس دې هم د آزادۍ خوشحالۍ ونمانځي
افغان اولسمشر طالبانو ته مخاطب شوي او وئيلي ئې دي که چرې دوي واقعې ځان افغانان بولي نه د بهرني ملکونو په اشاره دې نور د خپلو وړونو خويندو وينه نه تويه وي او ټوپک دې وغورځوي
دې نه مخکښې افغان اولسمشر وزارت دفاع کښې د افغانستان د خپلواکۍ لپاره قرباني ورکونکو په يادګار ګلونه ايښي دي