افغان اولسمشر ي لندن کښې د برطانيې د وزيراعظمې تهريسامے او نور حکومتي چارواکو سره ملاقات کړي

0
118

افغان اولسمشر اشرف غني لندن کښې د برطانيې د وزيراعظمې تهريسامے او نور حکومتي چارواکو سره ملاقات کړي او ورسره ئې دوه اړخيزه اړيکو په پراختيا،افغان سولې عمل او راتلونکي صدارتي انتخاباتو په معاملو خبري کړېدي
کابل کښې د صدارتي محل لخوا جاري شوي بيان ترمخه اولسمشر اشرف غني ټين ډاؤن سټريټ کښې د برطانيې د وزيراعظمې تهريسامے سره ملاقات کړيدے
دواړو مشرانو د افغانستان او برطانيې ترمينځه تعلقاتو په پراختيا او مختلفو شعبو کښې همکارۍ سيوا کولو په معامله خبري کړيدي
ملاقات دوران افغان سولې عمل لپاره روان کوششونو،افغانستان کښې راتلونکي صدارتي ټاکنې او په نورو اهمو معاملو هم د خيالاتو بدلون شويدي
د برطانيې وزيراعظمې افغان مفاهمتي عمل لپاره د اشرف غني اقدامات ستائيلي او دې سلسله کښې ئې د هر ممکن مرسته کولو باور ورکړېدے
دې نه علاوه افغان اولسمشر اشرف غني د برطانيې د خارجه او دفاعي امورو د وزيرانو سره هم بيل بيل ملاقاتونه کړيدي