افغان اولسمشر ډاکټر اشرف غني په دوه ورځنې دوره صبا اسلام آباد ته راځي

0
275

افغان اولسمشر ډاکټر اشرف غني په دوه ورځنې دوره صبا اسلام آباد ته راځي،افغان اولسمشر به د وزيراعظم عمران خان او نور اعلې چارواکو سره ليده کاته کوي او ورسره به دوه اړخيزه تعلقاتو په پراختيا او افغان سولې عمل په معاملو خبرې کوي
د اشرف غني د دورې مقصد پاکستان او افغانستان ترمينځه اړيکۍ پراخه کول،مختلف شعبو کښې همکاري زياتول او ترهه ګرۍ خلاف روان جنګ په معاملو پاکستاني چارواکو سره خبرې اترې کول دي
دغه رنګ د افغان اولسمشر دورې په مهال به پاک افغان پولو او د افغان مهاجرينو په معاملو هم خبرې کيږي
کابل کښې د ډاکټر اشرف غني د وياند لخوا جاري شوي يو بيان کښې وئيلي شويدي چې اولسمشر به د پاکستاني واکمنو سره سيکيورټۍ،
افغان سولې عمل، پاک افغان تجارت او ټرانزټ ټريډ نه علاوه دواړو ملکونو په تعلقاتو خبرې اترې کوي
ياده دي وي چې افغان اولسمشر اشرف غني د تيرې مياشتې په پنځمه نيټه وزيراعظم عمران خان سره د ټيلي فون د لارې رابطه کړي وه او په دغه موقع وزيراعظم هغه له د پاکستان د دورې بلنه هم ورکړي وه
په مجموعي توګه پاکستان ته د اشرف غني دا دريمه دوره ده