افغان اولس غواړي چه دپائيدار امن لپاره دي مزاکرات اوکړي شي: زلمي خليل زاد

0
31

افغان مصالحت لپاره د امريکي خصوصي استازي زلمي خليل زاد وئيلي چه افغانستان باندي جنګ امريکي نه دي مسلط کړي افغانستان دکلونوراڅي په جنګ کښي اخته دې ولي اوس افغان اولس غواړي چه دپائيدار امن لپاره دي مزاکرات اوکړي شي
داخبره د امريکي خصوصي استازي زلمي خليل زاد د سماجي رابطې په ويب سائټ ټوئټر خپل يو تازه بيان کښي کړي ، خليل زاد وائي چه امريکي په افغانستان جنګ نه دي مسلط کړي ، افغانستان دکلونوراڅي په جنګ کښي اخته دې او ځني وختونو کښي خوپه خپل مئينځي جهګړو کښي هم بوخت پاتي شوي
د امريکي خصوصي استازې وائي چه افغانستان کښي د جهګړي ديونوي موسم په ځائې افغانان ديوې نوي تګلاري غوښتنه کوي ولي چه دي جنګونو دوران په زرګونو معصوم شهريان وژلي شوي
خليل زادوئيلي چه امريکي په دي سبب دامن مزاکراتو آغاز کړي چه جنګ ددي مسلې حل نه دې،هغه اوئيل چه دامن خبرو اترو دوران ما دتشدد کمولولاري تجويز کړي وي ولي دهلاکتونو خاتمي لپاره مونږ سره دکار کولو په ځائے طالبان دا جنګ نوراوږدول غواړي،هغه زياته کړه چه دا فيصله به اوس افغان اولس کوي چه آيا دطالبانو لخواد تشدد حوصله آفزائۍ بيانات واقعي دپرمختګ لاره ده؟
د زلمي خليل زاد وينا ده چه په جنګ بندۍ صلا کيدل د مرګ ژوبلي مخنوي لپاره فوري لاره ده،د امريکي نمائينده خصوصي وائي چه دطالبانو لوړ رتبه قيادت دي خپلو نمائيندګانو ته اجازه ورکړي چه د مزاکراتو ميز ته راشي او په دي معامله خبري اوکړي
د امريکي خصوصي استازي وائي چه زه به په دي خپل موقف ټينګار جاري ساتم، هغه زيات کړه چه افغان اولس ديوجامع جنګ بندۍ حق لري اوغواړي چه د پائيدار امن لپاره دي مزکرات اوکړي شي ، دي لار کښي به امريکه د افغان اولس ملګرتيا جاري ساتي