افغان جنګ کښې پرمختګ په ټپه ولاړ دے، جنرل مکينزي

0
46
افغان جنګ کښې پرمختګ په ټپه ولاړ دے، جنرل مکينزي

خليجي ملکونو لپاره امريکني پوځي کمانډر جنرل مکينزي وئيلي دي چې افغان جنګ کښې پرمختګ په ټپه ولاړ دے او که دې حالاتو کښې امريکې هلته نه پوځ واپس رابللو نه دا هيواد بيا د طالبانو لاس ته ورتلو انديښنه ده
د امريکې سينټ آرمډ فورسز کميټۍ ته بيان ورکولو په وخت جنرل فرانک مکينزي وئيلي دي چې افغان جنګ کښې اتلس کاله تيريدو باوجود د افغان امنيتي اهلکارو مرګ ژوبلې شرح سيوا کيدل ناقابل برداشت دي
د هغه وينا وه چې افغانستان نه په سمدستي توګه پوځ واپس رابلل يا خپله حکمت عملي بدلول به نقصاني وي
جنرل مکينزي دا هم ووئيل چې د افغانستان په پوځي حکمت عملۍ کښې لوئې بدلون دا دے چې جهګړه افغان سيکيورټي فورسز په خپله کوي او امريکې بشمول ناټو ئې ملاټر کوي او هم دا تګ لاره په طالبانو دباؤ سيوا کولو لپاره مهمه ده
هغه زياته کړه چې د زلمي خليل زاد امن مذاکراتو کوشش د امريکې لپاره نوې موقع ده بايد چې افغان طالبانو مذاکراتو ته کيښنولو لپاره په دوي دباؤ نور هم سيوا کړے شي