افغان جنګ کښې ښکېلتيا له وجې حکمتيار دې د افغانستانيانو څخه معافى وغواړى

0
57

د افغانستان بشرى حقونو خپلواک کميشن د حزب اسلامى ګوند مشر ګلبدين حکمتيار نه مطالبه کړې چې افغان جنګ کښې ښکېلتيا له وجې دې د افغانستانيانو څخه معافى وغواړى
کابل کښې ميډيا سره خبرو پرمهال د بشرى حقونوکميشن مشرې سيماسمر وئيلې دى چې د افغان دولت او حزب اسلامى ترمينځه د صلحى د فيصلې ملاټر کوؤ
د هغې وينا وه چې افغان جنګ کښې برخه اخستوونکو وسله والو ډلو د پهانسۍ مطالبه نه کوؤ خو کم ازکم جنګى جرمونو کښې ککړ کسان دې خپله ګناه ومنى او افغانستانيانو نه دې بخښنه وغواړى
سيماسمر زياته کړه چې ګلبدين حکمتيار دې کابل ته راشى او په ځانګړى توګه دې افغان جنګ کښې مړه او ژوبل کسانو لواحقينو نه بخښنه وغواړى ځکه چې دا د يو سياسى عمل شروعاتو سره سره عدالتى احکاماتو پابندى کول دى