افغان حکومتي ترجمان ذبيح الله مجاهدد پاکستان يا نورو ملکونو خلاف د افغانستان د خاورې استعمال بغاوت ګرځولي

افغان حکومتي ترجمان ذبيح الله مجاهدد پاکستان يا نورو ملکونو خلاف د افغانستان د خاورې استعمال بغاوت ګرځولي او وئيلي ئي دي چې حکومت به هيچا له هم دا خاوره د بل ملک خلاف د استعمالولو اجازت ورنه کړي، ذبيح الله مجاهد وائي چې افغانستان کښې ميشته د پاکستان کالعدم تنظيم ټي ټي پي جنګيالو باور ورکړېدے چې دوي به د پاکستان لپاره هيڅ خطره نه جوړيږي
د امريکې خبرې ادارے سره مرکه کښې ذبيح الله مجاهد وئيلي دي چې د افغانستان خاوره د بل ملک خلاف نه استعماليدو په عزم ټينګ ولاړ يو او که هر چا هم دا خاوره د پاکستان يا بل ملک خلاف استعمال کړه نو د هغوي خلاف به د غدارۍ مقدمه چلوؤ ذبيح الله مجاهد وينا ترمخه په پولو سيکيورټي مضبوط ساتل افغان ځواکونو لپاره اوس هم يوه مسئله ده او اعتراف ئې کړېدے چې پاکستان سره په شريکه پوله ځني داسي علاقے هم شته چرته چې افغان فورسز نه دي تعينات کړې شوې او د دې علاقو سيکيورټۍ لپاره هوایي ملاتړ ته اړتيا لرو افغانستان کښې د پاکستاني طالبانو موجودګي او د دوي هلو ځلو په حواله د يوې پوښتنې په جواب کښې ذبيح الله مجاهد ووئيل چې هر څوک هم دلته ميشته دي دوي هم دا اجازت نه لري چې د افغانستان خاوره د بل ملک لپاره استعمال کړي ځکه چې دوي اسلامي امارت له باور ورکړېدے چې بل ملک ته به خطره نه جوړيږي