افغان حکومتي عهدو کښې اهمې تبادلې او نوي تقررۍ

افغان حکومتي عهدو کښې اهمې تبادلې او نوي تقررۍ،مولوي نورالله منير د تعليم وزير د عهدې نه لر کړې شوي او د هغه په ځائې د کندهار د علماؤ شورا مشر حبيب الله آغا نوي وزير مقرر کړې شوېدے،د داخله وزارت د سيکيورټي امورو نائب وزير محمد حسن هاشمي د پنجشير ولايت نوي والي مقرر کړې شوېدے،دغه رنګ مختلفو ولايتونو لپاره د پوليسو د مشرانو تقرري هم شويده
حکومتي ترجمان ذبيح الله مجاهد لخوا جاري شوي بيان کښې وئيلي شويدي چې د اميرالمومنين ملا هيبت الله د حکم مطابق په ځنو حکومتي عهدو کښې ردبدل او نوي تقررۍ شويدي بيان ترمخه د کندهار د عالمانو د شورا مشر مولوي حبيب الله آغا د تعليم نوي وزير مقرر کړې شوېدے او وزير تعليم مولوي نورالله منير د مرکزي دارالافتا مشر ټاکلي شوېدے بيان کښې وئيلي شويدي چې د داخله وزارت سيکيورټي امورو نائب وزير مولوي محمدمحسن هاشمي د پنجشير صوبے نوي ګورنر مقرر کړې شوېدے بيان کښې زياته کړي شويده چې ملا محمد شعيب د لوګر او مولوي ضيا الرحمان د تخار ولايتونو نوي واليان مقرر کړي شويدي او مختلفو صوبو لپاره د پوليسو د مشرانو او نائب مشرانو تقرري هم شويده