افغان حکومت او حزب اسلامي ترمېنځۀ امن لوظنامې باندې لاس ليک شوے

افغان دولت او حزب اسلامى ډلې ترمينځه د صلحى موافقه لاس ليک شوېده چې ترمخه به ئې دغې ډلې ته هيواد کښې مکمل سياسى حقوق ترلاسه شى،دا معاهده په درې فصلونو او پنځويشت ارټيکلو باندې مشتمل ده، امريکې او ملګرو ملتونو د دې معاهدې هرکلې کړېدے
خواؤ شا دوه کالو راهسې د مذاکراتو وروستو افغان دولت او حزب اسلامى ډله د صلح موافقې وړومبې برخه لاس ليک کولو کښې بريالى شوى دى
دې سلسله کښې کابل کښې دا تاريخى موافقه لاس ليک کولو دستوره شوېده چې پکښې د صلحى عالى شورا مشر پيرسيداحمدګيلانى،د شورا استازى مولوى عطاء الرحمان سليم،د افغان دولت نمائنده سيکيورټى ايډوائزر محمدحنيف اتمر،د حزب اسلامى سياسى دفتر مشر غيرت بهير او محمد امين کريم له طرفه په معاهده دستخطونه وکړې شول
دا موافقه په درې فصلونو او پنځويشت آرټيکلو مشتمل ده
× د موافقې نکاتو ترمخه افغان دولت به د ګلبدين حکمتيار په ګډون د دې ګوند د يو شمير نورو غړو نومونه د ترهه ګرۍ نړى وال بليک لسټ نه لرې کولو په اړه د ملګرو ملتونو سلامتى کونسل سره خبرې کوى
× حزب اسلامى ډله به د يو مشروع سياسى ګوند په حيث منلى شى او دا پارټۍ ته به د افغانستان قانون مطابق سياسى هلې ځلې کولو اجازت وى
× افغان اولسمشر اشرف غنى به يوه دستوره کښې د ځانګرى حکم نامه ترمخه د ګل بدين حکمت يارحوصله افزائى کوى
×د حزب اسلامى د ټولو قيديانو خوشى کولو عمل به شورو کولے شى
× حزب اسلامى ګوند به دولت له دا ضمانت ورکوى چې خوشى کړى شوى قيديان به د حکومت خلاف وسله وال مخالفت دوباره نه کوى
× کابل انتظاميه به د دې ګوند مشران او نور نمائندګان افغانستان کښې اوسيدو لپاره زمينه برابر وى
× حزب اسلامى به خپل پوځى ونګ ختمه وى خو دا څرګند شوې نه ده چې دوى به وسلې چاته سپارى
× يو مشترکه کميشن به د دواړو فريقينو ترمينځه د صلحى موافقې او جنګ بندۍ د نګرانۍ ذمه وار وى
× ګلبدين حکمتيار او د دې ګوند نورو مشرانو ته به افغانستان کښې د اوسيدو ځانګرى انتظامات برابرولو سره سره به افغان دولت دوى له مناسبت اخراجات ورکوى
× ګلبدين حکمتيار سره به د پيښور څخه شل زره افغان مهاجر هم شامل وى او دولت به دوى ته هم په افغانستان کښې مناسبت ځائې ورکوى
د موافقې لاس ليک کيدو وروستو خپل بيان کښې د ملى امنيت صلاح کار حنيف اتمر وئيلې دى چې دواړو فريقينو ترمينځه د موافقې وړومبې مرحله مکمل شوېده او دوئمه مرحله مکمل کيدو لپاره به کوششونه کولې شى
هغه د امريکه، روس او فرانس نه مطالبه کړېده دې سلسله کښې دې د افغان دولت مرستى وکړى
حنيف اتمر په طالبانو او نورو وسله والو ډلو هم زور راوړې دے چې د هيواد امن او استحکام لپاره دې دولت سره مذاکراتو ته غاړه کيږدى
امريکې،ملګرو ملتونو اوبرطانيې د افغان دولت او حزب اسلامى ترمينځه د صلحى موافقه لاس ليک کيدو هرکلې کړېدے او وئيلې يې دى چې دې موافقې سره به افغان جنګ ختميدو کښې مرستې ملاؤ شى