افغان حکومت او طالبانو ترمينځه بين الافغانى مذاکرات دوحه کښې شروع شوى

افغان حکومت او طالبانو ترمينځه  بين الافغانى مذاکرات دوحه کښې شروع شوى چې پکښې جنګ بندي،د راتلونکي نظام مستقبل تعين او په يو شمير اساسي موضوعاتو بحث کيږي ،د مذاکراتو افتتاحي غونډې ته وينا په وخت افغان مصالحتي کونسل مشر ډاکټر عبدالله عبدالله وئيلي دي چې افغانان په سخت حالت کښې دي امن ترلاسه کولو لپاره دواړه طرف ته د نرمۍ ضرورت دے،د طالبانو قطر دفتر مشر ملا برادر هم دې اجلاس ته وينا کړې او وئيلي ئي دي چې مذاکراتو کښې د توقعاتو مطابق پرمختګ نه دې شوے خو بيا هم نااميده نه يو سولې ته رسيدو لپاره ذاتي مطالبات يو طرف ته کيښودل پکار دي

د اوږدې مودې انتظار وروستو دوحه کښې د افغان حکومت او طالبانو ترمينځ بين الافغاني مذاکرات شورو شول مذاکراتو کښې د افغان حکومت نمائندګي مصالحتي کونسل مشر ډاکټر عبدالله عبدالله او د طالبانو د وفد مشري ملا عبدالغني برادر کوله د مذاکراتو افتتاحي غونډې ته وينا په وخت د طالبانو قطر دفتر مشر ملا عبدالغني برادر ووئيل چې د افغانستان امن او استحکام لپاره يو خپلواکه مرکزي نظام ته اړتيا لرو د هغه وينا وه چې بين الافغاني مذاکرات خواؤ شا لسو مياشتو راهسې جاري دي خو ځني ستونزې شته او دا چې مذاکراتو د توقع مطابق پرمختګ نه دې کړے ملا برادر زياته کړه چې ذاتي غوښتنې او مفادات د مذاکراتو په لار کښې ځنډ جوړول نه دي پکار د افغان حکومت وفد مشر ډاکټر عبدالله عبدالله په دې موقع خپله وينا کښې ووئيل چې دوحه ته سفر کولو نه مخکښې هغه حکومتي او سیاسي مشرانو سره ميټنګونه کړي وو او د ټولو پیغام یو وو چې د افغانستان مسئله د طاقت په زور نه شي حل کيدے ډاکټر عبدالله عبدالله دا هم وئيلي دي چې افغانان په سخت حالت کښې دي،ملک کښې تشدد سيوا شوېدے چې پکښې عام خلک وژلي کيږي پائيدار سولې ته رسيدو لپاره ضروري ده چې دواړه فريقين نرمي خپله کړي د افغان مصالحتي کونسل ترجمان فريدون خوځون خبري ادارو ته وئيلي دي چې د بين الافغاني مذاکراتو د ځانګړۍ ناستې مراسم سر ته رسيدلي دي او اوس د دواړو ډلو د اووه کسيزه ټيمونو ترمينځ مذاکرات شروع شول