افغان حکومت د اسلام اباد نه د خپل سفیر او نورو سينئرسفارتکارو د ويستلو اعلان کړی

په اسلام اباد کښې د افغانستان د سفیر د لور تښتول کیدو او په هغې د تشدد وروستو افغان حکومت د اسلام اباد نه د خپل سفیر او نورو سينئرسفارتکارو د ويستلو اعلان کړی بلخوا د پاکستان د افغان حکومت دغه فيصله بدقسمتي او افسوسناک ګرځولې، اسلام آباد کښي د خارجه دفتر ترجمان وائي چه افغان حکومت دې په خپله فيصله نظر ثاني اوکړي

اسلام آباد کښي دتعينات افغان سفير نجيب الله علي خيل د لور اغوا او په هغي دتشدد معامله کابل حکومت پاکستان کښې تعينات خپل سفير او نوره سفارتي عمله واپس کابل ته رابللې د افغانستان خارجه وزارت لخوا جاري شوي بيان کښې وئيلې شوي چې اولسمشراشرف غني پاکستان کښې تعينات سفير نجيب الله علي خيل او نوره سينئرسفارتي عمله واپس هيواد ته رابللې ، افغان خارجه وزارت وائي چه د ددي معاملې په اړه خبرو لپاره به ډېر زر د افغانستان خصوصي وفد د اسلام آباددوره اوکړي بلخوا د پاکستان خارجه دفتر د افغان حکومت دغه فيصله بدقسمتي او افسوسناک ګرځولې ده،ترجمان وائي چې دې لړ کښې سيکريټري خارجه افغان سفير سره ليده کاته هم کړي او دې معاملې تحقيقاتو لړ کښې ئې د مکمل مرستو يقين دهاني ورکړې، ترجمان دفتر خارجه دا هم وائي چې طمعه ده افغان حکومت دې په خپله فيصله نظر ثاني اوکړي