افغان حکومت د طالبانو لخوا د قيد افغان سکيورټي فورسز اهلکاروخوشي کولو دعوا مسترد کړې دې

افغان طالبانو د تخار ولايت په ينګي کلا او درقد اولسواليو قبضه کړېده

افغان حکومت د طالبانو لخوا د قيد افغان سکيورټي فورسز اهلکاروخوشي کولو دعوا مسترد کړې دې او وئيلي دي چې طالبانو يوقيدي هم نه دې خوشي کړې
افغان طالبانو دعوا کړې وه چې هغوي دکندوزپشمول افغانستان مختلف صوبو کښې شپږ اويا قيدي افغان اهلکار خوشي کړي دي ولي د افغانستان کورنوچارو وزارت په يو بيان کښې وئيلي دي چي د وزارت تحقيقاتو ترمخه طالبانو يو قيدي هم نه دې خوشي کړې۔
د کورنو چارو وزارت بيان کښې وئيلي دي چې دقيديانو خوشي کولو په اړه د طالبانوبيان مقصد صرف او صرف پروپيګنده وه
افغان چارواکو اووئيل چې طالبانو ته پکار دي چې د افغان اولس ته د قيديانو خوشي کول ثابت کړي