افغان حکومت د طالبانو پنځه سوه اووه نوي طالبان قيديانو رها کولونه انکارکړي

افغان حکومت د طالبانو پنځه سوه اووه نوي طالبان قيديانو رها کولونه انکارکړي

افغان حکومت او طالبانو ترمينځه بين الافغاني مذاکرات نور د ځنډ ښکار کيدو انديښنه،کابل انتظاميې د طالبانو پنځه سوه اووه نوي طالبان نه رها کوي،د جيلونو اتهارټۍ مشر بيان ترمخه دغه جنګيالي لوئي جرمونو کښې ککړ دي او قانون د دوي د رهائۍ اجازت نه ورکوي
د افغانستان خبري ادارو ترمخه حکومت او طالبانو ترمينځه د قيديانو د تبادلۍ عمل د ځنډ ښکار شوي او حکومت درې کم شپږ سوه طالبان د جيلونو نه نه رها کوي
د افغانستان جيل خانه جات اتهارټۍ مشر احمد راشدلخوا جاري شوي بيان کښې وئيلي شويدي چې طالبانو لخوا جيلونو کښې قيد پنځه زره قيديانو کښې داسې کسان هم شامل دي څوک چې مجرمانه او اخلاقي جرمونو کښې ککړ دي
بيان کښې زياته کړي شويده چې د دغې قيديانو شميره پنځه سوه اووه نوي جوړيږي او قانون د دې قيديانو د رهائۍ اجازت نه ورکوي
د افغان اولسمشر اشرف غني ترجمان صديق صديقي هم تيره ورځ د قيديانو رهائۍ په معامله ټوئټ کړي وو چې پکښې وئيلي شويدي چې جيلونو نه آزادونکي طالب قيديانو په حواله به حتمي فيصله نن وشي
طالبانو د قيديانو نه رها کولو په معامله د افغان حکومت په فيصله سخت غبرګون ښودلي او واضحه کړي ئې ده چې تر څو دوحه لوظنامې مطابق پنځه زره طالبان رها شوي نه وي بين الافغاني مذاکرات هم نه شي کيدے