د قطر وزيراعظم او خارجه وزير محمدبن عبدالرحمان آل ثاني افغان حکومت نه مطالبه کړې چې په زنانؤ لګولي شوي ټول بنديزونه دې ختم کړې،قطر وزيراعظم وائي چې څلور مياشتې مخکښې کندهار کښې د طالبانو د مشر ملا هيبت الله سره ملاقات په مهال ئې هم د زنانؤ د بنديزونو معامله هغه سره پورته کړې وه او ورته ئې په ډاګه کړېده چې نړي والې ټولنې سره اړيکو لپاره ضروري ده چې افغان زنانؤ ته د تعليم او کار اجازت ترلاسه وي
امريکني ټي وي سره مرکه کښې محمدبن عبدالرحمان الثاني وئيلي دي چې افغانستان سره نړي وال مرستو او نړي والې ټولنې سره د افغان حکومت ښه تعلقاتو لپاره افغانستان کښې د زنانؤ د حقونو تحفظ لازمي دے
د هغه وينا وه چې د يو ملک ترقۍ کښې زنانه اهم کردار ادا کوي بايد چې افغان حکومت هم د نورو اسلامي ملکونو په رنګ زنانؤ ته د تعليم او ملازمت کولو اجازت ورکړي
افغان طالبانو مشر ملا هيبت الله سره کندهار کښې شوي ملاقات په حواله يوې پوښتنې په جواب کښې د قطر وزيراعظم ووئيل چې دې ملاقات کښې نورو موضوعاتو نه علاوه افغان زنانؤ باندې لګيدلي بنديزونو په معاملو هم خبرې شويدي او د طالبانو مشر ته مې په ډاګه کړي وه چې افغان زنانؤ ته تعليم او کار اجازت ورکولو نه بغير افغانستان د نړي والې ټولنې غړې نه شي جوړېدے