افغان خارجه وزارت د امريکې او مغربى ملکونو تورونه رد کړى

افغان خارجه وزارت د تير حکومت د پوځيانو وژنې په حواله د امريکې او مغربى ملکونو تورونه رد کړېدے،د خارجه دفتر ترجمان عبدالقهار بلخي وائي چې طالبانو د عام معافۍ په حکمنامه پورا پورا عمل درآمد کوي او که د حکومت هر غړي د دې فرمان مخالفت وکړو د هغه خلاف به قانوني کارروائي کيږي

د امريکې،برطانيې،جايان،يورپي يونين او نورو ملکونو تيره ورځ يوه مشترکه اعلاميه جاري کړي وه چې پکښې د طالبانو لخوا د تير حکومت سيکيورټي اهلکارو په وژنه د انديښنو اظهار شوي وو اعلاميه کښې وئيلي شوي وو چې د طالبانو دا قسمه اقدامات د بشري حقونواو د طالبانو لخوا د عام معافۍ د اعلان خلاف ورزي ده د افغانستان خارجه وزارت ترجمان عبدالقهار بلخي خپل يو بيان کښې دغه تورونه رد کړي او وئيلي ئې دي طالبان د عام معافۍ په حکم نامه مکمل عمل درآمد کوي بيان کښې زياته کړي شويده چې د دا قسمه واقعاتو مکمله پلټنه کيږي خو بے ثبوته افواګانې قابل اعتبار نه دي،که د اسلامي امارت هر غړې د عام معافۍ د حکم خلاف ورزي وکړه نو د هغه خلاف به د قانون مطابق کارروائي کيږي او سزا به ورته ورکولې شي