افغان خارجه وزير مولوى امير خان متقي په مشرې کښې وفد دوحه ته تلې

افغان خارجه وزير مولوي امير خان متقي په مشرۍ کښې لوړ پوړې وفد دوحه ته تلې دے،دې وفد کښې تعليم، صحت، خزانے، امنيت او د افغان بنک استازې شامل دي، دا وفد به امريکې او يورپي يونين استازو سره ملاقاتونه کوي، او په سياسي موضوعاتو، افغانستان کنګل شوي اثاثو او بشري مرستو په اړه خبرې کوي

افغان خارجه محکمې ترجمان عبدالقهار بلخي لخوا ټوټر باندې بيان جاري شوي، هغه وئيلي چې خارجه وزير مولوي امير خان متقي په مشرۍ کښې يو لوړ پوړې وفد دوحه ته تلې دې، بيان ترمخه افغان وفد به دوحه کښې د امريکې او يورپي يونين استازو سره ملاقاتونه کوي او ورسره د افغانستان منجمند شوي اثاثو بيا بحالولو،افغانستان سره بشري مرستو،کابل کښې بند شوي د بهرملکي سفارتخانوبيا کهلاؤلو او د سفارتي عملے د تحفظ په معاملو به خبرې اترې کوي، امير خان متقي سره د قطر په دوره تلونکي وفد کښې د تعليم،صحت، خزانې،سيکيورټۍ او د افغانستان بنک نمائندګان شامل دي، افغان خارجه وزير په داسې مهال دوحا ته تلې دے چې د امريکې او طالبانو ترمينځ مذاکرات هم په دوحه کښې شروع کيدو څرګندونه شوي، چپکښې د امريکې وفد مشري تهامس ويسټ به کوي