افغان خارجه وزير مولوي امير خان متقي تاشقند نړي وال کانفرنس ګټه ور ګرځولي

افغان خارجه وزير مولوي امير خان متقي تاشقند نړي وال کانفرنس ګټه ور ګرځولي او وئيلي دي چې د کانفرنس ګډون والو افغانستان سره د مرستو باور ورکړې او امريکې نه ئې د افغانستان منجمند اثاثې د بحالولو مطالبه کړې،متقي وائي چې ترمذ،کابل او پيښور ريل پټلۍ منصوبې په حواله مزار شريف ښار کښې عملي سروے هم شروع شوېده
پريس کانفرنس ته وينا په وخت افغان خارجه وزير تاشقند کښې شوي نړي وال کانفرنس افغانانو لپاره فائده من او مهم ګرځولي دے د هغه وينا وه چې تاشقند کانفرنس کښې د افغانستان منجمند اثاثې د بحالولو مطالبه کړے او زياتره ملکونو افغانستان سره د خپلو مرستو باور ورکړېدے امیرخان متقي ازبکستان کښې د افغان سفارت او قونصلګرۍ د چارواکو کارکردګي ستائيلي او وئيلي ئي دې ترمذ ښار کښې د قونصلګرۍ يوولس مياشتو آمدن د تير لسو کالو نه زيات وو افغان خارجه وزير زياته کړه چې ترمذ،کابل او پيښور رېل پټلۍ منصوبې په حواله سه فريقي غونډه کښې په دې منصوبه عملي کار زر تر زره شروع کولو باندې اتفاق شوېدے او دې سلسله کښې مزار شريف ښار کښې سروے هم شروع کړي شويده