افغان دولت او طالبانو ترمينځه نيغ په نيغه مذاکراتو لپاره کوششونه روان دى

صدر ممنون حسين وئيلى دى چې افغان دولت او طالبانو ترمينځه نيغ په نيغه مذاکراتو لپاره کوششونه روان دى ځکه چې د سيمې او نړۍ خوشحالۍ د دغې هيواد امنيت سره تړلې شوېده

اسلام آباد کښې د تاجکستان پارليمانى وفد سره خبرو پرمهال صدر ممنون حسين وئيلى دى چې افغان دولت او طالبانو ترمينځه ځنډيدلى مذاکرات بيا بحالۍ لپاره هلې ځلې روانې دى 
د هغه وينا وه چې افغانستان کښې امن بحالۍ نه صرف د پاکستان بلکې درستې نړۍ لپاره ډير ضرورى دے
ممنون حسين مخکښې اوئيل چې هند پشمول ټولو ګاونډى هيوادونو سره ښه اړيکى غواړو او نوى دلى انتظاميې سره کشمير پشمول ټولې معاملې د خبرو اترو د لارې حل کول غواړو
په دې موقعه صدر اوئيل چې تاجکستان سره دفاع پشمول مخلتفو شعبو کښې همکارۍ زياتولو لپاره تيار يو