افغان دولت او طالبانو ترمينځه ډز بندې اعلانونو هرکلى کوو، شهبازشريف

0
24
اېن اے تين سوات: اېم اېم اے خپل اميدوار د شهباز شريف حمايت کښې دستبردار کړے

د مسلم ليګ ن مرکزى صدر ميا شهبازشريف افغان دولت او طالبانو لخوا د وړوکى اختر په مناسبت د ډز بندې د اعلان هرکلې کړې او دا ئې د افغان مفاهمتى عمل په حواله مثبت اقدام ګرځولې دے

سماجى رابطې په ويب پاڼه ټوئټر باندې ورکړى شوى خپل بيان کښې شهباز شريف وئيلې دى چې مسلم ليګ ن حکومت افغان مفاهمتى عمل په حواله مهم اقدامات پورته کړې وو او هم دې سلسله کښې مرى کښې د افغان دولت او طالبانو ترمينځه نيغ په نيغه مذاکرات شوى وو
شهبازشريف د وړوکى اختر په مناسبت د افغان دولت او د طالبانو لخوا د جنګ بندې د اعلانونو هرکلې کړېدے او وئيلې ئې دى چې دا اقدام به افغان امن عمل لپاره ګټه ورې نتيجې رامخې ته کړى
هغه زياته کړه چې د ترهه ګرۍ خلاف جنګ کښې پاکستان هم ډير زيان برداشت کړې او نائن اليون پيښو نه پس د ترهه ګرۍ لهر له وجې پاکستان د سيکيورټى اهلکاروپه ګډون د اويا زره کسانو قربانى ورکړېده