افغان دولت د طالبانو مذاکراتې ټېم پاکستان ته سفر په ضد اقوام متحده ته شکايت کړې

0
452
افغان دولت د طالبانو مذاکراتې ټېم پاکستان ته سفر په ضد اقوام متحده ته شکايت کړې

افغان دولت د طالبانو مذاکراتې ټېم پاکستان ته سفر په ضد اقوام متحده ته شکايت کړې،افغان حکومت تحريرې شکايت کښې دريځ خپل کړې چې پاکستان ته د طالب استازو سفر په حواله افغان دولت سره صلاح نه ده شوې او طالب استازو سره د پاکستانې چارواکو ملاقات مطلب به دا وې چي پاکستان طالبان تسليم کړيدي
افغان طالبانو اعلان کړې وو چې د قطر دفتر يو وفد به راتلونکي هفته د پاکستان دوره کوې او وزيراعظم عمران خان سره به ملاقات کوې
افغان حکومت د دغه دورے خلاف اقوام متحده ته تحريري شکايت ليږلې دے،تحريرې شکايت کښې وئيلې شوې چې پاکستان ته تلونکي مجوزه وفد کښې نهه کسان د اقوام متحده د بنديزونو په لسټ کښې دې او دا چي طالبان په افغانستان کښې ترهګرې کښې ملوث دې
افغان دولت موقف خپل کړې چې د طالبانو پاکستان ته سفر په حواله افغان دولت سره هم صلاح نه ده شوې او په دے حواله افغان حکومت او اولس انديښمن دي او سيکيورټې کونسل دے د خپلو اصولونو په رنړا کښې په دے حواله اقدامات اوکړي
افغان حکومت په دغه خط کښې پاکستان نه هم مطالبه کړي چې د ترهګرو ډلو خلاف دے کارروائې اوکړې