افغان دولت د مذاکرات ځنډ د طالبانو روانه جهګړه او تاؤ تريخوالې ګرځولے دے

افغان دولت د مذاکرات ځنډ د طالبانو روانه جهګړه او تاؤ تريخوالې ګرځولے دے

افغان دولت د امريکې او طالبانو ترمينځه مذاکرات ځنډيدو وجه د طالبانو روانه جهګړه او تاؤ تريخوالې ګرځولے دے،د صدر ټرمپ په بيان رد عمل کښې کابل انتظاميې وئيلي چې حکومت او اولس هيواد کښې باعزته او پائيدار سوله غواړي بايد چې جنګيالي وسلې وغورځوي او افغان دولت سره دې براه راست مذاکرات وکړي
کابل کښې د اولسمشر ترجمان صديق صديقې لخوا جاري شوي بيان کښې د سولې لپاره د امريکې او اتحادي ملکونو هلو ځلو ستائينه شوي او هيواد کښې پائيدار امن لپاره امريکې سره په شريکه کار کولو د عزم اظهار شوېدے
بيان ترمخه د سولې عمل کښې لوئې رکاؤټ د طالبانو حملے دي حقيقي سولې ته رسيدو لپاره دې طالبان جنګ بندي وکړي او افغان دولت سره دې نيغ په نيغه مذاکرات وکړي
بيان کښې زياته کړي شوېده چې کابل انتظاميه د سولې په حواله د مشاورتي لوئې جرګې فيصلو ته درناوې ورکوي او هيله لرو چې راتلونکي صدارتي ټاکنو وروستو جوړيدونکې حکومت به هم د هيواد امن بحالۍ لپاره روان کوششونه جاري وساتي