افغان دولت سره د سولې خبرې اتيا فيصده کاميابې شوي

0
24
د حزب اسلامى افغانستان مشر انجنئير حبيب الرحمان  حکمتيار وئيلى دى چې افغان دولت سره د سولې خبرې اتيا فيصده کاميابې شويدى. خو ولې پۀ ځينو مسئلو اوس هم اختلافات روان دى.
دا خبرې انجنئير حبيب الرحمان حکمتيار خيبر نيوز پيښور څانګې سره پۀ خصوصى مرکې کښې کړيدى. هغه ووئيل چې افغان دولت بايد دافغانانو واپسۍ لپاره هم نوې لارې چارې ولټوى. اؤ خارجيانو سره د قانون پۀ چوکاټ کښې ټولې شخړې هوارې کړى.
د يؤ پوښتنې پۀ جواب کښې انجنئير حبيب الرحمان حکمتيار ووئيل چې افغان طالبانو حزب اسلامى سره دمذاکراتو پۀ لړ کښې هيڅ قسمه تماس نۀ دے نيولے. ځکه چې د حزب اسلامى اؤ طالبانو دريځ کښې د زمکې اسمان فرق دے. هغه ووئيل چې افغانان افغانستان کښې خپلواکى غواړى اؤ ترڅو پورې چې د حزب اسلامى دريځ ته حتمى شکل نۀ وى ورکړے شوے. ترهغه وخته پورې افغانستان کښې امن نۀ شى راتلے. انجنئير حبيب الرحمان حکمتيار افغان حکومت نه پۀ کلکه غوښتنه کړيده چې سياسى قيديان دې زرترزره رها کړے شى. اؤ کوم مشران چې د افغان دولت پۀ بليک لسټ کښې شامل دى. بايد د دغه مشرانو نومونه د بليک لسټ نه وويستلے شى