افغان دولت قطر کښې طالبانو سره بين الافغاني مذاکراتو لپاره د وفد اعلان وکړو

0
78
افغان دولت قطر کښې طالبانو سره بين الافغاني مذاکراتو لپاره د وفد اعلان وکړو

افغان دولت قطر کښې طالبانو سره بين الافغاني مذاکراتو لپاره د وفد اعلان وکړو،دا وفد په دوه نيم سوه کسانو مشتمل دے چې پکښې دولتي چارواکو نه علاوه جهادي مشران،د سولي عالي شورا غړي او خبريالان شامل دي،د وفد او طالبانوترمينځه به مذاکرات د جمعے په ورځ کيږي
د افغانستان خبري ادارو ترمخه د روغې جوړې لپاره د صدر اشرف غني لخوا ټاکلي شوي مشاورتي شورا د طالبانو سره کيدونکي مذاکراتو لپاره ټيم ته حتمي شکل ورکړېدے
دا ټيم په دوه نيم سوه کسانو مشتمل دے چې پکښې پنځوس زنانه هم شامل دي
وفد کښې حکومتي چارواکي،د سياسي پارټوغړي،جهادي مشران،د سولي عالي شورا ممبران،واليان،ځني وزيران او د پارليمان غړو نه علاوه جرنلسټان شامل دي
د دواړو فريقينو ترمينځ به دا مذاکرات د جمعے په ورځ د قطر سرښار دوحه کښې شورو کيږي کوم به چې درې ورځې جاري وي
ذرائع وائي چې دې مذاکراتو کښې به د طالبانو پنځويشت کسيزه ډله شرکت کوي،مذاکراتو کښې به افغان جنګ خاتمې او هيواد کښې پائيدار امن قيام په معاملو خبرې اترې کيږي