افغان سرښار کابل کښې تعليمي اداره کښې شوې ځانمرګي بريد کښې پحق رسيدلې کسانو شميره پنځه ديرش ته رسيدلې

افغان سرښار کابل کښې تعليمي اداره کښې شوې ځانمرګي بريد کښې پحق رسيدلې کسانو شميره پنځه ديرش ته رسيدلې، پيښه کښې اتيا نه سيوا کسان ژوبل شوې هم دي، بلخوا دغه خودکش حملې خلاف کابل کښې زنانو احتجاج کړې ،مظاهرچيان منتشر کولو لپاره افغان سيکيورټي اهلکارانو د آنسو ګيس استعمال کړې او هوائي ډزې ئې هم کړېدي
افغان سرښار کابل کښې تعليمي اداره کښې تيره ورځ شوې خودکش ځملې خلاف ګنړ شمير کښې زنانواحتجاج کړېدې مظاهرچيانو لاسونو کښې بينرې او پوسټرې اوچتې کړې وې، چې پرې د بے ګناه خلقو وژنې لړې بندولو مطالبې درج وې افغان سيکيورټې اهلکارانو مظاهرچيان منتشر کولو لپاره د آنسو ګيس استعمال کړې او هوائي ډزې ئې هم کړيدي احتجاج نه پس مظاهرچيان د جلوس په شکل کښې هسپتال ته ورغلې وواو شديد نعره بازي ئې هم کړې وه ياده دې وي چې تيره ورځ د کابل يو تعليمي اداره کښې خودکش حمله شوې وه، چې پکښې پحق رسيدلې کسانو شميره پنځه ديرش ته رسيدلې ده پيښه کښې ژوبل شوې اتيا نه سيوا کسانو علاج مختلفو هسپتالونو کښې جاري دې