افغان سيکورټي فورسز د شمالي وزيرستان کډوالو نه دواپسئ فارمونه شلولي

0
403
افغان سيکورټي فورسز د شمالي وزيرستان کډوالو نه دواپسئ فارمونه شلولي
افغان سيکورټي فورسز د شمالي وزيرستان کډوالو نه دواپسئ فارمونه شلولي

افغان سيکورټي فورسز په افغانستان کښي ميشته د شمالي وزيرستان کډوالو نه د واپسئ فارمونه شلولي دي،بلخوا پکتيا او پکتيکا کښي اباد د وزير قبيلي خلکو په کورونود بے ځايه چهاپو وهلو او ځورولو هم اطلاعات دي
دشمالي وزيرستان ضلعي انتظاميي ذرائعو خيبر نيوز ته وئيلي دي چي دخوست په ګولان متاثرينو کيمپ کښې ميشته د شمالي وزيرستان زرګونو کډوالو بيرته خپل وطن ته د ستنيدلو دپاره ليګلے شوي واپسي فارم افغآن ملي اردو اهلکارو شلولي دي
کيمپ کښي اباد ځيني کډوالو خيبر نيوز سره د خبرو په مهال وئيلي دي چي د څلور کاله کډوالئ ژوند نه پس خپل وطن ته واپسي غواړي خو د کيمپ په سيکورټي معمور افغآن ملي اردو اهلکار دوي دي ته نه پريګدي چي د واپسئ فارم ډک کړي او پاکستان ته ئي اوليږي،
د شمالي وزيرستان چارواکو زياته کړي چي غلام خان نه خوست ته کډوالولپاره واپسئ فارمونه وړونکي پاکستانيان هم افغآن فورسز وهلي ټکولي دي
بلخوا پکتيا او پکتيکا صوبو کښې اباد د شمالي وزيرستان اولس تور لګوي چي دهند او پاکستان کړکيچ نه پس افغآن فورسز د هغوي په کورونو بے ځايه چهاپي وهي او ځوروي ،
افغانستان کښي ميشته د پاکستان کډوالو کابل او اسلام اباد نه مطالبه کړي چي د افغآن فورسز زور زياتي دي سمدستي نوټس واخلي