افغان سيکيورټي اهلکارو بغلان ولايت کښې د پنځلس طالبانو د وژنې دعوي کړيده

افغان سيکيورټي اهلکارو بغلان ولايت کښې د پنځلس طالبانو د وژنې دعوي کړيده

افغان سيکيورټي اهلکارو بغلان ولايت کښې د عملياتو دوران د پنځلس طالبانو د وژنې دعوي کړيده،وژلي شوي کسانو کښې اهم طالب کمانډر هم شامل دے
د بغلان ولايت پوليسو ترجمان جاويد بشارت خبري ادارو ته وئيلي دي چې سيکيورټي فورسز پل خمري او سمنګان شاهراه باندې د طالبانو خلاف زمکني او فضائي کارروائي کړيده
د هغه وينا وه چې د کارروائۍ دوران پنځلس طالبان وژلي شويدي چې پکښې د دوي مهم کمانډر قاري جمعه ګل هم شامل دے
جاويد بشارت زياته کړه چې دا کارروائي هغه وخت شوي کله چې طالبانو دغه شاهراه د خلکو او ګاډو تګ راتګ لپاره تړلي وه ، د سيکيورټي فورسز عملياتو وروستودغه سړک باندې ټريفک بيا بحال شوېدے