افغان سيکيورټي اهلکارو تخار کښې په چيک پوسټونو د طالبانو د حملو کوشش ناکامه کړې

افغان سيکيورټي اهلکارو تخار ولايت کښې په چيک پوسټونو د طالبانو د حملو کوشش ناکامه کړې او پنځلس طالبان ئې وژلي دي،بلخوا زابل ولايت کښې د نښتو په مهال دري پنځوس طالب وسله وال وژلي شوي او شپږ امنيتي اهلکار پحق رسيدلي دي
د تخار د والي وياند جواد هجري خبري ادارو ته وئيلي دي چې خواجه غار اولسوالۍ باندې د طالبانو د حملو کوشش ناکامه کړې شوېدے
د هغه وينا وه چې جنګيالو غوښتل چې دغه ضلع قبضه کړي ولې سيکيورټي اهلکارو موثره جوابي کارروائي کړے او د دوه کمانډرانو پشمول پنځلس طالبان ئي وژلي دي
آزادي سرچيني وائي چې د طالبانو حملې په نتيجه کښې درې سيکيورټي اهلکارهم په حق رسيدلي دي بلخوا د طالبانو وياند ذبيح الله مجاهد دعوي کړې چي خواجه غار اولسوالي د جنګيالو په قبضه کښې ده
د يوې بلې اطلاع ترمخه زابل ولايت کښې هم د طالبانو او امنيتي اهلکارو ترمينځه نښتي شويدي
د زابل ګورنر رحمت الله لخوا جاري شوي بيان ترمخه دې نښتو کښې دري پنځوس طالبان وژلي شوي او شپږ سيکيورټي اهلکار په حق رسيدلي دي